جرمني له افغانستان او ګاوڼدیو هېوادونو سره‌یې ۵۰۰ ملیونه یورو مرسته کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې افغانستان او د دغه هېواد ګاوڼدیانو سره ۵۰۰ ملیونه یورو مرسته کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس دا خبره پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړه.

تر اوسه پورې د هغو هېوادونو نومونه نه‌دي یاد شوي چې جرمني غواړي د افغانستان ترڅنګ له هغوی سره هم مرسته وکړي.

هایکو ماس ویلي اصلي لومړیتوب‌یې دا دی چې په افغانستان کې نوي راپیدا شوي بشري ناورین ته رسیدګي وشي.

د هغه په خبره دا ناورین د سیمې ټیکاو ته یو ګواښ دی.

د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو په تعقیب د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارده ډالره پیسې په امریکا کې کنګل شوې چې ورسره د خلکو بې‌وزلي لا زیاته شوه.