د امریکا فورټ مک کای ۹۷ سلنه افغان کډوالو ته واکسینونه لګول شوي

امریکا کې د کډوالو یو کمپ

د امریکا یوې لویې پوځي اډې فورټ مک کای خبر ورکړی چې هلته مېشتو شوېو ۹۷ فیصده افغان کډوالو ته واکسینونه لګول شوي دي.

فورټ مک کای کې چې په ویسکانسن کې موقعیت لري امریکا ته د تازه لېږدول شوېو افغان کډوالو له ډلې ۱۲۷۰۰ کسان په کې مېشت شوي دي.

د دې پوځي اډې چارواکو ویلي چې په ډله ییزه توګه یې افغان کډوال د کووېډ نولس، سرخکان/شري، چیچک او نورو څو ویروسو په وړاندې واکسین کړي دي.

په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو د بشپړ واکسینولو خبر داسې وخت ورکول کېږي چې تازه امریکا ته د ستنو شوېو افغان کډوالو سره دغه هېواد ته د توبرکلوز/نري رنځ او ځینو نورو خطرناکه ناروغیو د انتقال اندېښنې هم زیاتې شوي دي.

متحده ایالاتونو له افغانستانه شااوخوا ۱۲۴ زره کسان واایستل او په کې اکثر هغه افغانان و چې پخوا یې له دوی سره کار کړی و.

دا کډوال په دننه امریکا او له دغه هېواد بهر په پوځي اډو کې مېشت شوي او دمګړۍ یې د ویزو او دایمي مېشتېدو پروسه روانه ده.