روسیه: باور شته چې د ورکې شوې الوتکې د لوېدو سیمه موندل شوې

د خباروفسک یوه څنډه

د روسیې په لېرې ختیځ کې چارواکي داسې باور کوي چې د یوې لادرکه شوې الوتکې د لوېدو سیمه یې موندلې ده.

د خباروفسک په سیمه کې دا الوتکه پرون تر پورته کېدو وروسته د ۳۸ کیلو متره واټن کې د رادار له کرښې ووته.

دا الوتکه په یوه تخنیکي ماموریت بوخته وه او په کې د سپرو شپږو تنو عملې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

تاس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې د دې الوتکې ټوټې یې پيدا کړي دي.