نیپال د سارک غونډې په اړه د پاکستان وړاندیز رد کړی

ارشیف، د سارک غونډه

داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د سارک د غړیو هېوادونو اوسمهالي مشر نیپال، د پاکستان دا وړاندیز رد کړی دی چې د سارک د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکي غونډه کې دې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو استازی برخه واخلي.

البته تراوسه اسلام اباد رسماً دا خبر نه دی تایید کړی چې له کټمنډو څخه یې داسې غوښتنه کړې ده.

نیپال، بنګله دیش، بوتان، هند، مالدیف، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د سارک سازمان غړي دي.

ټاکل شوې ده چې د حکومتونو ترمنځ د دې سیمه ییز سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د شنبې په ورځ غونډه وکړي.