د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

ارشیف

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د دوه سوه میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د دې نړیوال سازمان د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین پرون خبرداری ورکړ چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته اړتیا خورا زیاته شوې ده: "په تېرو دوو اوونیو کې شااوخوا پنځوس په سلو کې افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شوي دي. اوس یې وخت دی چې د دغه ناورین مخه ونیسو. موږ دوه سوه میلیونه ډالرو ته سخته اړتیا لرو چې د ژمي په درشل کې خلکو ته خواړه ورسوو."

د خوړو د نړیوال سازمان د سروې له مخې یوازې پنځه په سلو کې افغانان درې وخته سمه ډوډۍ ترلاسه کولی شي.

د دې سازمان په وینا که بېړنۍ مرستې ونه شي په افغانستان کې به تر یوې میاشتې پورې د خوراکي موادو شته زېرمې تشې شي.