سعودي د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې نه پریږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي

د ایران او سعودي عربستان ګډ بیرغونه

د سعودي عربستان پاچا د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې نه پریږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان پاچا پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته به خپله وار له مخه ثبت شوې وینا کې وویل، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ایران اټمي هڅې سوله ییزې دي.

ده وویل: "د سعودي عربستان شاهي دولت پر دې ټینګار کوي چې په منځي ختیځ او سیمه کې د ډله ییزې وژنې هېڅ راز وسلې نه وي. سعودي د ټولو هغو نړیوالو هڅو حمایت کوي چې نه پږیږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي."

ایران تل ويلي دي چې اټمي هڅې یې سوله ییزې دي او د انرژي لپاره دي نه د اټمي وسلو لپاره.