جلال‌اباد کې یوې وسله‌والې حملې او چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي

ارشیف، د جلال‌اباد ښار

په جلال‌اباد ښار کې نن یوه وسله‌واله حمله او لږترلږه درې چاودنې وشوې.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د جلال‌اباد ښار سرحدي لوا ته څېرمه د نامعلومو وسله‌والو په ډزو درې تنه ملکیان وژل شوي دي.

خو یوې ځايي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه طالبان او یو عام وګړی وژل شوي دي.

حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

له دې بریده یو ساعته وروسته د ښار په دوهمه ناحیه کې درې چاودنې وشوې.

د شاهدانو په وینا په دې چاودنو کې لږترلږه یو طالب او یو لاروی ژوبل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.