د کارګرانو ټولنه د بې کارۍ له امله د بشري ناورین خبرداری ورکوي

ارشیف

امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه په افغانستان کې د بې کارۍ له امله د یو بشري ناورین خبرداری ورکوي.

د دغې ټولنې رئيس معروف قادري نن چهارشنبه (د وږي په ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مهال میلیونونه وګړي بې روزګاره دي چې دې وضعیت ګڼ افغانان اندېښمن کړي دي.

قادري زیاتوي: "د کارګرو قانون نور نشته، میلیونونه وګړي بې کاره دي، څوک د چا غږ نه اوري، اندېښمن یو، شدیده اندېښنه لرو، یو بشري ناروین سره به مخ شو."

نوموړی اندېښنه لري که حکومت د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره نه کړي، وېره شته د افغانستان خلک له سختې بې وزلۍ سره مخ شي.

دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شوي او د څو اونیو په تېرېدو لاهم د دغه هېواد بانکونه خپل عادي حالت ته نه دي ګرځیدلي.

تردې وړاندې ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ امله د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.