امریکا ته ورغلو افغانانو له ځانه سره خطرناکه ناروغي هم لېږدولې

امریکا ته ورغلي کډوال

د امریکا متحد ایالاتونه وایي، په لسګونو زره افغانان چې دې هېواد ته ورغلي دي خطرناکه ناروغۍ یې امریکا ته له ځانونو سره وړي دي.

یو شمېر امریکایي رسنیو د امریکا د ناروغیو د کنټرول د مرکز په وینا پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) خبر ورکړچې دغو افغانانو د ملاریا، شري او توبرکلوز ناروغۍ امریکا ته له ځانونو سره لېږدولې دي.

دغو افغانانو ته ویل شوي دي چې د شري ضد واکسین وکړي.

د راپورونو له مخې تراوسه د شري شپاړس پېښې ثبت شوي دي.

کومو کسانو ته چې دا واکسین ورکړل شوی دی باید درې اوونۍ قرنطین شي.

دغو افغانانو ته اته روغتیایي مرکزونه ځانګړي شوي دي چې درې یې د ویرجینیا په ایالت کې او پنځه په انډیانا، نیوجرسي، نیو مکسیکو، تکزاس او ویسکانسن کې دي.