نیویارک مجله: ایا طالبان به افغانستان اداره کړای شي؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • د نیویارک مجله

د نیویارک مجلې د افغانستان په تړاو خپله مقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې ایا طالبان به افغانستان اداره کړای شي؟ په خپله لیکوال ځواب ورکړی چې "ښايي نه." او عواقب به‌یې ډېر ناوړه وي.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو اوس په افغانستان ولکه ټینګه کړې او یو سرپرست حکومت‌یې هم اعلان کړی، خو نړۍ ته به ژر دا معلومه شي چې واک ته رسېدلي د مجلې په خبره جنګیالي به رښتیا هم په دې وتوانېږي چې د هېواد چارې مخته یوسي او یا به‌یې راساً لا پسې ځوړ یوسي.

لیکوال زیاتوي د طالبانو له‌خوا د کابینې اعلان هغه نړیوالې تمې ماتې کړې چې ویل‌یې طالبانو خپل فکر ډېر معتدل او ټول‌شموله کړی دی.

نیویارک مجلې په دې مقاله کې وړاندې یادونه کړې چې که څه هم د طالبانو ځیني مشران له رسنیو سره د مرکو لېواله دي او په دې برخه کې د پرمختګ ادعاوې لري، خو خو وروستیو څو اوونیو اقداماتو یې دا جوته کړه چې دې ډلې له ۲۰، ۲۵ کلونو مخکې سره څه توپیر نه‌دی کړی.

په مقاله کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د رعایت څرنګوالی هم یاد شوی چې دا ډله د نیویارک مجلې په خبره وايي د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې ورکوي.

طالبانو سې شنبه د خپلې کابینې څو پاتې وزیران او معینان معرفي کړل، خو د هېڅ یوې ښځې نوم په‌کې نه‌دی یاد شوی.

د دې ډلې ویاند محمد نعیم تازه له ازادي راډيو سره مرکه کې وویل دا خبره منطق نه‌لري چې که ښځې په کابینه کې وي هرومرو به د ښځو ستونزې له‌منځه ځي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د هندي چارواکو له‌خوا د هغو درې ټنه هیروئینو په نیولو باندې یوه مقاله خپره کړې چې له افغانستانه بار شوي.

هندي چارواکو وړمه ورځ تأیید کړه چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ بندر کې یې درې زره کیلوګرامه هیروئین نیولي.

ګارډین د هند د ګمرکونو د استخباراتي اجنسۍ بیان ته اشاره کړې چې په اصل کې دا مخدره مواد له افغانستانه بار او د ایران د یوه بندر له لارې د هند تر ګجراته رسول شوي وو.

د دغو هیروئینو ارزښت دوه میلیارد او ۷۰۰ ملیونه ډالره ښودل شوی.

د دغو هیروئینو د انتقال په تور دوه هندیان نیول شوي دي.

د هند د ګمرکونو استخباراتي اجنسۍ (ډي ار ای) د دوشنبې په ورځ ویلي په اصل کې دا مخدره مواد له افغانستانه بار او د ایران د یوه بندر له لارې د هند تر ګجراته رسول شوي وو.

دې اجنسۍ ویلي افغان اتباع هم په دې قضیه کې ښکېل دي، خو لا تر اوسه پورې نه‌دي نیول شوي.

هندي چارواکو ویلي چې په احمداباد، ډېلي، چینای،ګاندیدام او د ګجرات په مادوي کې د دې قضیې څخه راوروسته تلاشي او څېړنه پیل شوې.

افغانستان په نړۍ کې د هیروئینو د تر ټولو لوی تولیدوونکي په توګه پېژندل کېږي چې په نړیواله کچه ۸۰ تر ۹۰ فیصده هیروئین تولیدوي.

ګارډین په دې تړاو په مقاله کې زیاته کړې چې د هیروئینو تولید دا وروستي کلونه څو چنده شو او د طالبانو ډله پرې تمویل شوه څو وتوانېده په وروستیو اوونیو کې واک خپل کړي.

په مقاله کې دا ټکی هم زیات شوی چې د مخدره موادو د قاچاق د کنټرول په هدف نړیوالو هڅو هم کار ورنه‌کړ.

ګارډین دا ټکی هم خپور کړی چې د طالبانو واکمنېدل د افغانستان اقتصاد لا کمزوری کړی ځکه نړیوال تمویلوونکي د طالبانو د ملاتړ لپاره زړه نه ښه کوي.