د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله پیل شوه

ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله نن په نیویارک کې پیل شوه.

لومړنی ویناوال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش و چې د خبرو دوه د سر موضوع‌ګانې یې د سولې او اقلیمي بدلون په اړه وې.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "موږ عملي اقداماتو او د بشري حقونو درناوي ته اړتیا لرو. موږ د سولې لپاره یوې نوې جامع اجنډا ته ضرورت لرو. دوهمه خبره دا چې موږ باید اقلیمي وېش سره وصل کړو. دا د شمال او جَنوب ترمنځ د باور جوړولو ته اړتیا لري."

ښاغلي ګوترش همداراز د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي د نړۍ ۷۰ فیصدو وګړو ته د کرونا د واکسین په رسولو هم ټینګار وکړ.

د راپورونو په اساس د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبله کې اقلیمي بدلون، د چین او امریکا ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان نامعلوم برخلیک، د یمن، سوریې او ایتوپیا جګړې د بحث وړ موضوع‌ګانې یادې شوي.