یو افغان ډاکتر وحید ارین بریتانیا کې د کال د غوره ډاکتر اوارډ وګاټه

ډاکتر وحید ارین (کین) او مشهوره فوټبالر ډېوېډ بکهام

وحید ارین په بریتانیا کې د کال د غوره ډاکتر اوارډ وګاټه.

وحید ارین ته د بریتانیا په کچه د غوره ډاکتر اوارډ بېګا په یو لړ مراسمو کې چې د بریتانیا حکومتي چارواکو، شاهي کورنۍ غړو او روغتیاپالانو حضور درلود د مشهوره فوټبالر ډېوېډ بکهام په لاس ورکړل شو.

وحید ارین چې کلونه مخکې له افغانستانه بریتانیا ته تللی په ټویټر باندې ویلي چې د ده په څېر نور ګڼ کسان هم وړتیاوې لري او باید چانس ورکړل شي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "دا اوارډ ما داسې حال کې وګټه چې کلونه مخکې د افغانستان له جګړو راووتم او دلته بریتانیا ته د یوه داسې ماشوم په توګه راغلم چې کورنۍ ورسره نه‌وه او رسمي تعلیم‌یې نه‌و کړی، خو نور ګڼ کسان هم لکه د ما په شان دي چې همداسې وړتیاوې لري او هیلې لري. هغوی هم لوی کارونه کولای شي که تاسو ترې ملاتړ وکړئ، نو هیله لرم چې کډوالو ته چانس ورکړئ."

ډاکتر ارین د ټيلي مېډیسن په نوم یو بنسټ جوړ کړی چې په‌کې د لوېدیځو هېوادونو ډاکتران د جنګ‌ځپلو سیمو له روغتیاپالانو سره په انلاین بڼه مشورې او لارښوونې شریکوي.

د بریتانیا په کچه روغتیاپالانو ته د غوره اوارډونو پروګرام د ملي روغتیا ادارې، سن خپرونې، څلورم چینل او ځینو نورو بنسټونو له‌خوا په لار اچول شوی و.