د کاناډا صدراعظم جستن ترودو د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې.
د ترودو په مشرۍ لېبرال ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د اکثرو څوکیو له ګټلو پاتې راغی.
د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې چې لېبرالانو د سپټمبر په ۲۰مه ټاکنو کې ۱۵۶ پارلماني څوکۍ ګټلي.
له وخت مخکې ټاکنو په ترسراوي سره ترودو هیله درلوده چې د هغه ګوند به د پارلمان ۱۷۰ څوکۍ د اکثریت لپاره وګټي.
۴۹ کلن ترودو به اوس د داسې حکومت مشري کوي چې په پارلمان کې له ډېرو څوکیو سره سره د قوانینو تصویب لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ باندې تکیه کوي.