صرافان وايي، که یې مالي ستونزې هوارې نه شي فعالیتونه دروي

شهزاده سرای

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي،که د صرافانو مالي ستونزې هوارې نه شي دوی د فعالیتونو درولو ته به اړ شي.

د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې مرستیال حاجي داد ګل نن سې شنبې (د وږې په ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان بانک له خوا لا هم د دوی ستونزه نه ده هواره شوې.

نوموړي وویل، بانکونه صرافانو ته په اوونۍ کې شل زره افغانۍ او یا دوه سوه ډالر ورکوي چې دې چارې د صرافانو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د افغانستان بانک دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان ډېره پانګه د نړیوال بانک له خوا ګنل ده.

په افعانستان د طالبانو په واکمنېدو سره «IMF» یا نړېوال بانک د افغانستان پیسې کنګل کړي چې له دې امله بانکونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي