طالبان: کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر نوي مشران وټاکل شول

وسله وال طالبان

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو شمېر معینیتونو او ریاستونو ته یې نوي مشران ټاکلي دي.

د دغه وزارت له خوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په څلورو معینیتونو او شااوخوا لسو نورو لویو ریاستونو کې دا ګمارنې د چارو د غوره ترسراوي او د خدماتو د وړاندې کولو لپاره شوي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا د نوېو ۱۵ ګمارل شوېو کسانو په ډله کې له څلورو تنو پرته د نورو ټولو له نومونو سره مولوي یا قاري لیکل شوی.

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت د همدې اعلامیې په پای کې سلګونو کسانو دا ګمارنې غیر مسلکي بللي او انتقاد یې پرې کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې تازه ګمارل شوي کسان دا دي:

  • مولوي نورجلال د تعلیماتو او پرسونل معین
  • عبدالله خان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین
  • مولوي شمس الدین منصور د پالیسي او ستراتیژي معین
  • مولوي زین الله د مقام دفتر لوی رییس
  • وزیر حقاني د پلان او اوپراسیون لوی رییس
  • نورالله حافظ د اطفایې لوی رییس
  • تورن جنرال سید نورالله مراد د ترافیک پولیسو لوی رییس
  • شېرمحمد شریف د سرحدي پولیسو لوی رییس
  • مولوي حسیب الله د ښوونې او روزنې لوی قوماندان
  • مولوي علم ګل حقاني د پاسپورټ لوی رییس
  • مولوي موسی د کورني امنیت لوی رییس
  • مولوي عارف الله د بهرنیو اړیکو رییس
  • مولوي عبدالحکیم حمدي د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس
  • انجنیر ابراهیم د مخابرې او ټېکنالوژۍ لوی رییس
  • قاري عبیده د وزارت د امنیتي قطعې قوماندان