د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر کابل ته تللی

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر

راپورونه وايي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر نن سهار کابل ته تللی چې د روغتیايي ادارو د تمویل په اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس په داسې حال کې کابل ته ځي چې د اګسټ پر ۱۵مه پر کابل هم د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په دغه هېواد کې د بشري بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د طالبانو فرهنګي کمېسیون رسنیو ته ویلي چې ګبریاسوس به د طالبانو له رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو طالب چارواکو سره خبرې وکړي.