د روسیې د پرم ښار په یوه پوهنتون کې یوه وسلهوال کس په ډزو سره ګڼ کسان ووژل.
د روسیې تحقیقاتي کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي په دې حمله کې چې نن شوې ۸ کسان وژل شوي دي.
دغه کمېټه وايي ګڼ نور کسان ټپیان شوي او وسلهوال تن هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې حمله کوونکي وروسته ساه ورکړې ده.
روسي رسنیو ویلي، نن یوه ناپېژانده کس د پوهنتون ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ډزې پیل کړې.
بلخوا رین (REN) ټلوېزیون د پېښې د صحنې وېډیویي تصاویر خپاره کړي چې ښيي خلک د ډزو پر مهال د دوهم پوړ له کړکیو ځانونه لاندې اچوي.