د کرملېن ملاتړې د متحدې روسیې ګوند په پارلماني انتخاباتو کې د بري ادعا وکړه

د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون کې د رای اچونې مرکزونو څار

د کرملېن له ملاتړه برخه‌من د متحدې روسیې ګوند ادعا وکړه چې د روسیې د ولسي جرګې درې ورځنۍ ټاکنې یې ګټلې دي.

اپوزېسیون وايي، د دغو درې ورځنیو ټاکنو پر مهال انتخاباتي سرغړونې او په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

دغه ټاکنې چې پرون پای ته ورسېدې او مهمې ځکه ګڼل شوي چې ګومان کېږي په مرسته‌یې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي پر قدرت خپلې منګولې لا خښې کړي، هغه هم داسې وخت چې د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ښايي بیا ځان کاندید کړي.

په روسیه کې د ګولوس په نوم پر ټاکنو د څار خپلواک بنسټ د بورډ غړي ویتالي اوریرین پرون یکشنبه د ازادي راډیو کرنټ ټایم برخې ته وویل: "دا ګرانه ده که دغو ټاکنو ته شفافې ټاکنې ووایو. شفافې نه‌وې. ځکه موږ د ولسمشرۍ او تر هغه مخکې د فدرال ټاکنو په څېر د وېډیو له لارې د مستقیمې څارنې امکان نه‌درلود."

په دغو ټاکنو کې د اپوزېسیون حضور وروسته له هغې لا کم شو چې چارواکو د زنداني شوي سیاسي مشر الکسي ناوالنۍ د شبکې غړي له کاندیداتورۍ منع کړل.