نن هم په افغانستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌دي تللي

ارشیف، یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې

نن دوهمه ورځ ده چې په افغانستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌دي تللي.

د یونېسف او نورو ادارو د شمېرو له مخې د طالبانو تر راتګ مخکې شااوخوا څلور ملیونه نجونې ښوونځيو ته تللې.

طالبانو د شنبې په ورځ د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو لا یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره ګام نه‌دی پورته کړی.

د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره ګڼو فعالانو په خواله رسنیو کمپاینونه هم پیل کړي دي.

د یو شمېر ماشومانو عکسونه هم په ټویټر او فېس‌بوک خپاره شوي چې په لاسونو کې یې یو لیکلی شعار نیولی چې وايي: "له خور پرته ښوونځي ته نه‌ځو."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په افغانستان کې د نجونو په ګډون د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د سازمان د افغانستان څانګې مشرې سم مورټ دا خبره پرون په خپله ټويټرپاڼه ليکلې ده.

هغې ويلي چې د نجونو په شمول دې د ټولو ماشومانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د باختر خبري اژانس د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په حواله لیکلي چې د نجونو ښوونځي به هم ژر پرانیستل شي.

د اګسټ پر ۱۵مه نېټه د طالبانو له‌خوا پر افغانستان تر قبضې وروسته ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې وې.