نن د روسیې د پارلماني انتخاباتو وروستۍ ورځ ده

د روسیې پارلماني انتخابات

په روسیه کې نن د پارلماني انتخاباتو وروستۍ یا درېیمه ورځ ده.

دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې په هغو کې د پراخو بې‌نظمیو د تورونو ترڅنګ د اپوزېسیون د بندي سیاستوال الکسي ناوالنۍ غورځنګ ځیني همکاران ځپل شوي دي.

اټکل کېږي چې پارلماني انتخابات به د کرملېن له ملاتړه برخه‌من واکمن ګوند (متحده روسیه) وګټي، خو دا ګوند چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ کوي، له دې خطر سره مخامخ دی چې ممکن په پارلمان کې لوړ اکثریت له لاسه ورکړي.

تر انتخاباتو مخکې نظرپوښتنو ښوولې چې د دغه ګوند شهرت په ۱۰۰ کې ۳۰ لږ شوی دی.

دا ګوند اوس د روسیې د دوما جرګې چې ۴۵۰ څوکۍ لري، په څلورو کې درې برخې په کنټرول کې لري.