د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم د افغانستان په اړه خبرې کوي

(ښی-کین) د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې ده چې افغانستان د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون د روانې اوونۍ د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

د نړیوالو خبري اژانسونو پر اساس، جانسون به په دې کتنه کې د افغانستان د بشري بحران په خاطر پر بایډن فشار راوړي.

د راپورونو له مخې، جو بایډن د بریتانیا او د ناټو د نورو متحدانو دا غوښتنه نه‌وه منلې چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو ایستل وځنډوي.

دوی دا غوښتنه د دې لپاره کړې وه چې له افغانستانه هغه بهرنیان او افغانان وایستل شي چې خپل ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ احساسوي.