امریکا د هایتي د زرګونه تازه وارد شویو کډوالو د ایستلو لپاره هڅې کوي

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري او د هائیتي وګړي

امریکا له خپلې خاورې د هائیتي د زرګونه تازه وارد شویو کډوالو د ایستلو لپاره هڅې کوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي د دغو کډوالو د ایستلو لپاره به د پروازونو شمېر زیات کړي.

دا کډوال له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته له تېرېدو وروسته په تکزاس ښار کې تر یوه پله لاندې راټول شوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ وویل چې شااوخوا دوه زره کډوال د پروسس او ایستلو لپاره له امریکا بهر یوه ښارګوټي ته وړل شوي.

دغه وزارت زیاته کړه چې غواړي په راتلونکو درېیو ورځو کې لږترلږه ۴۰۰ نور پولیس د ډېل ریو سرحدي ښارګوټي ته واستوي.

دې ښارګوټي کې د هائیتي کډوال راټول شوي.

د جمعې تر ورځې پورې له ۱۰ زرو څخه ډېر ناقانونه کډوال له هائیتي نه ډېل ریو ښار ته رسېدلي.

چارواکو ویلي په زرګونو نور ممکن په راتلونکو ورځو او اوونیو کې راشي.