د بښنې نړیوال سازمان د امریکا یو بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله

د کابل هوايي ډګر کې شوې چاودنه

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالاتونو ومنله چې تېره میاشت په کابل کې د دوی د پوځ په یوه هوايي حمله کې لس ملکیان وژل شوي، د بښنې نړیوال سازمان د امریکا دغه بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله.

په دغه سازمان کې د کړکېچ د چارو مخکښ سلاکار، براین کسټ­نر وویل، هغه کسان باید په یوه عادلانه محاکمه کې مجازات شي چې د دې پېښې مسوول دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال کېنټ مککنزي د جمعې په ورځ وویل، د اګسټ پر ۲۹مه د کابل هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د پوځ د بې پېلوټه الوتکې حمله یوه تېروتنه وه: "تر لسو پورې ملکیان چې په کې اووه تنه ماشومان هم شامل وو، په هغه تراژیک برید کې ووژل شول. سربېره پردې موږ ته اوس جوته شوه چې دا لېرې خبره ده چې موټر او هغه کسان چې وژل شوي له داعش خراسان څانګې سره کومه تړاو لرلی وي یا یې امریکا ته مستقیم ګواښ پېښ کړی وي. زه د وژل شوېو کسانو کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

راپورونه وايي وژل شوي کسان، د یوې کورنۍ غړي وو.

تر دې هوايي حملې مخکې د اګسټ پر ۲۶ مه، د کابل له هوايي ډګره دباندې په یوه ځانمرګي برید کې تر ۱۷۰ زیات ملکي افغانان او ۱۳ امريکايي پوځیان ووژل شول چې د هغې حملې مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی و.