د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي

روسیه کې ټاکنې

نن د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ټلګرامه د زنداني شوي سیاسي مشر، الکسي ناوالنۍ د ځیرکې رایې اچونې برخه ورکه شوه.

د اپل او ګوګل له سټورونو هم د ناوالنۍ اړوند ځیرک اپلکېشنونه چې د رایو لپاره کارول کېدل، لېرې کړای شوي دي.

اټکل کېږي چې د روسیې واکمن ګوند متحده روسیه چې کرملین یې ملاتړ کوي، په دغو ټاکنو کې چې درې ورځې دوام کوي، ډېرې رایې وګټي.

د ګولوس په نوم د ټاکنو د څارنې خپلواک بنسټ پرون د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ۲۰۰۰ سرغړونو موارد ثبت کړي وو چې ښیي رایې په پیسو رانیول شوي دي.