په روسیه کې نن هم پارلماني ټاکنې روانې دي

د روسیې پارلماني ټاکنې

په روسیه کې نن هم خلک په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته روان دي.

د دغو درې ورځنیو ټاکنو پرمهال د ټلګرام په څېر مشهور اپلېکېشن، د چټ کولو ټولې برخې ځنډولي، چې په روسیه کې د انتخاباتي کمپاین لپاره کار ورڅخه اخیستل کېده.

دا د سیاسي اپوزیسیون د زنداني شوي مشر الکسي ناوالنۍ لپاره یو ګوزار ګڼل کېږي چې د رایې ورکولو ځیرک اپلکېشنونه یې مخکې د اپل او ګوګل له سټورونو لېرې کړای شول.

له دغو اپلکېشنونو د ټاکنو د لارښوونې لپاره کار اخیستل کېده.

د متحدې روسیې ګوند چې کرملین یې ملاتړ کوي، تمه لري چې دغه پارلماني ټاکنې وګټي.