جلال اباد کې ۳ او کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي

ارشیف

راپورونه وايي، په جلال اباد کې درېیو او په کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي او شا و خوا ۲۰ کسان ټپیان کړي دي.

په ننګرهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د جلال اباد په بېلابېلو برخو کې دغه چاودنې، د طالبانو پر رنجر موټرو د سړک غاړې ماینونو له کبله شوي دي.

سرچینه وايي، په چاودنو کې درې ملکیان وژل شوي او په ټپیانو کې طالبان هم شامل دي.

په ننګرهار کې د طالبانو ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او د دغو پېښو مسوولیت هم چا نه دی منلی.

بل خوا نن د کابل په دیارلسمه حوزه کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شول. د حملې هدف نه دی روښانه.

طالبانو چې څه باندې میاشت مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د دغو چاودنو په اړه چې چا یې لا مسوولیت نه دی منلی رسماً څه نه دي ویلي.

د داعش ډلې خراسان څانګه چې د طالبانو دښمنه ډله ګڼل کېږي، د افغانستان په ځینو برخو کې فعاله ده.