د افغانستان د ماليې وزارت په يوې اعلاميه کې ټولو دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې مياشتنی معاش به يې په منظم ډول ورکول کېږي.
د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکې ستونزې رامنځته شوې وې، د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسالې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي.
نوموړي وزارت ټول دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.