د کرنې وزارت او خوړو نړیوال پروګرام له ۲۵۰ کورنیو سره مرسته کوي

ارشیف

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د خوړو نړيوال پروګرام «WFP» سره په همغږۍ له ۲۵۰ بې وزله کورنيو سره مرسته کوي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د پروان او کاپيسا ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې به پر ۲۵۰ بې وزله کورنيو چې بزګران او اړمنې کورنۍ دي اصلاح شوي تخمونه، د شېدو اوزې او د هګيو چرګان ووېشي.

د دې وزارت له قوله ويل شوي چې دغه مرستې به د روانې میاشتې په لړ کې اړمنو کورنيو ته ورسېږي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا د بزګرانو له اړمنو کورنيو سره د دې مرستو د بهېر پيل دی او دغه چاره به په راتلونکي کې هم دوام ولري.