قطر ته له کابله ۱۷۰ کسان په چارتر الوتکه کې ورسېدل

د قطر الوتکه

د قطري چارواکو په وینا له کابله ۱۷۰کسان پرون په چارتر الوتکه کې قطر ته ورسېدل.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې په دوی کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ د متحد ایالاتونو، بلجیم، بریتانیا، کروایشیا، جرمني، هالنډ او ایټالیا اتباع شامل دي.

د امریکا حکومت د اګسټ په وروستیو دوو اونیو کې شااوخوا یو سل او څلوېښت زره کسان له افغانستانه وایستل او بیا یې دا ماموریت داګسټ په ۳۱مه پای ته ورساوه.

له دې نېټې را وروسته دا درېیمه چارتر الوتکه ده چې له افغانستانه خلک بهر ته وړي.

قطر له طالبانو سره دا موافقه کړې ده چې د هغو کسانو د تګ مخه به نه نیسي چې قانوني اسناد لري او غواړي چې له افغانستانه ووځي.