د هالنډ دفاع وزیرې د ځینو افغانانو په تړاو استعفی ورکړه

د هالنډ دفاع وزیره انک بیجلولد

د هالنډ دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر استعفی ورکړه.

انک بیجلولد پرون د جمعې (د وږي ۲۶مه) په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي.

د هالنډ د پارلمان اکثره غړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د زرګونو هغو افغانانو په را ایستلو کې په پڅ عمل تورنوي چې د هالنډ د پناه په شرایطو برابر ګڼل کېدل.

د هالنډ دفاع وزیرې انک بیجلولد غوښتل خپل ماموریت پای ته ورسوي او هغه افغانان خوندي کړي چې په هالنډ حساب کوي خو دا چې اوس د ده موقعیت تر بحث لاندې راغلی نه غواړي د نورو خلکو د کار مخه ونیسي.

تر دې یوه ورځ مخکې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ استعفی کړې وه.

په بریټانیا کې هم د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب په دې خاطر عدلیې وزارت ته تبدیله شو چې له افغانستانه د خلکو د رایستلو د مودې پرمهال په رخصتیو یونان ته تللی و او د خلکو د را ایستلو په تړاو هڅو یې چندان نتیجه نه وه ورکړې.