روسیه کې پارلماني ټاکنې د دویمې ورځې په مخه هم روانې دي

روسیه کې یو تن خپله رایه کاروي

د روسیې د پارلمان یا ډوما ټاکنې د دویمې ورځې په مخ هم روانې دي.

ټاکنې پرون جمعه (د وږي ۲۶مه) پیل شوې چې د کرملین له ملاتړ برخمن واکمن ګوند پرې څار لري.

د سیاسي مخالف الکسي ناولني ګڼ ملګري او مخالف کاندیدان تر ډېره له کاندیدۍ محرومه شوي دي.

د رای اچونې په پیل سره د اپل او ګوګل له انلاین پلورنځیو الکسي ناوالني ته د رای ورکونې ټول ځیرک اپلیکشنونه تري تم شول.

د ناوالني ملګرو دا کار یو فوق العاده سیاسي سانسور بللی دی.


د لوادا په نوم د یوه خپلواکه بنسټه له خوا ترسره شوې سروې ښيي چې اکثر روسان د پارلمان یا دوما له چلنده راضي نه دي.

په نظر پوښتنو کې متحدې روسیې ګوند ته د بې اعتنايي د کچې لوړوالی هم په ډاګه کوي.