پوهنې وزارت: ټول منځي ښوونځي، لېسې او رسمي مدرسې سبا پیلېږي

کابل کې یو ښوونځی

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د نارینه وو ټول منځي ښوونځي، لېسې او رسمي مدرسې به سبا شنبې بېرته پیل شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نن په دې اړه په یوه خبرتیا کې ویلي چې تر دې مخکې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړې د بهیر پیل ته اجازه ورکړل شوې وه، خو اوس له ټولو زده کوونکو او ښوونکو غواړي چې سبا شنبې بېرته تعلیمو موسسو ته حاضر شي.

د پوهنې وزارت نه دي ویلي چې د نجونو زده کوونکو زده کړې به کله پیلېږي.

طالب چارواکو ژمنه کړې چې نجونو او ښځو ته به اجازه ورکړي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې زده کړې وکړي او کارونه مخ ته یوسي.

د افغانستان د ښوونځیو نژدې نیمایي زده کوونکي یې نجونې دي چې په تېرو شلو کلونو کې له امنیتي او یو لړ ټولنیزو ستونزو پرته پر ښاري سیمو سربېره په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې هم ورته د زده کړې امکانات برابر شوي او په میلیونونو یې له دولسمو ټولګیو فارغې شوي دي.