'IFJ': افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو فشارونو زیات شوي

یو تن افغان خبریال

د خبریالانو نړیوال فدراسیون 'IFJ' په افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو د فشارونو د زیاتوالي خبر ورکوي.

دغه فدراسیون په هغه راپور کې چې نن جمعه (د وږي ۲۶مه) یې خپور کړی ویلي، په داسې حال کې چې د طالبانو نوی رژیم خپلې ستنې ټینګوي، لږ تر لږه ۱۵۳ رسنۍ مجبوره شوي چې خپل فعالیتونه ودروي، ښځینه خبریالان له کار کولو منع کړای شوي، مخابراتي شبکې بندې کړای شوي او د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې ګواښونه او تشدد زیات شوی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هغه څه چې د ازادۍ د زیندۍ کولو لپاره د طالبانو مخ په زیاتیدونکي فشارونه بللي، غندلي دي.

په راپور کې د هغو ژورنالېستانو پر وړاندې چې د وروستیو اعتراضونو په اړه یې راپورونه ورکول د طالبانو د حکومت د ځواکونو له خوا د تاوتریخوالي ځینې مشخصې پېښې یادې شوي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون مشر انتوني بیلنګیر ویلي، دی په دې باور دی چې طالبان به پر افغان او نړیوالو خبریالانو فشارونه لا زیات کړي او هڅه کوي چې یوه رسمي رسنۍ چې ښځې به په کې نه وي، رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا نور ټول خبریالان به له صحنې ووځي. نوموړي همدا شان ویلي، مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي هم خبریالان وژل کېدل او له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، خو اوسنی وضعیت د دوی لپاره یو ډېر تیاره وضعیت دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې رسنیو ته ویلي و چې دوی به په خپل واک کې د رسنیو ازادي باوري کړي، خو د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، طالب واکمنو وروستیو کې خبریالانو ته ویلي چې د هغو اعتراضونو پوښښ ته دې نه ورځي چې اجازه نه وي ورکړل شوې.