چین: د شانګهای د همکاری سازمان دې افغانستان سره مرسته وکړي

د چین ولسمشر شي جین پینګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای د همکاری د سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې د انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي.

د چنیایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې.

هغه وویل، د دې سازمان غړیو ته پکار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسۍ ولري.

په عین حال کې د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده شي او زیاته یې کړه چې له سخت دریځې سره د مبارزې لپاره دې له طالبانو سره خبرې وشي.

د میر ضیاییف په وینا د افغانستان د شتمینو ازادېدل له دې سره مرسته وشي چې دغه هدف ترلاسه شي.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه میلیارډه ډالره په بهر کې په تېره د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.

افغانستان چې د شانګهای د همکاری د سازمان څارونکی غړی دی، په نننۍ سرمشریزه کې استازی نه لري.

روسیه، چین، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبیکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، دایمي غړي دي او ایران چې لکه د افغانستان په څېر د دې سازمان څارونکی غړی و، په نننۍ سرمشریزه کې د دایمي غړي په توګه ومنل شو.