د شانګهای د همکاری د سازمان غړي پر افغانستان غږیږي

د شانګهای سازمان غونډه

د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هېوادونو مشران نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

روسیه او چین د دې سازمان مهم غړي او افغانستان یې هم څارونکی غړی دی، خو په دې سرمشریزه کې چې تر اوسه روانه ده، له افغانستانه څوک استازیتوب نه کوي.

قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبېکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، نور غړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې هم په تاجکستان کې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړیو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.