چین: امریکا دې افغانستان سره بشري مرستې بېرته پیل کړي

د چین او امریکا ګډ بیرغونه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، د امریکا متحده ایالات باید خپل مسولیت ومني او په افغانستان کې بیا رغونه، له دې هېواد سره اقتصادي او بشري مرستې بېرته پیل کړي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې وانګ ای د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د روسیې، ایران او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د څلور اړخیزې غونډې په پای کې دا خبره وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو او د متحدانو وتلو یې په دې هېواد کې نوې ستونزې رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا په دې هېواد کې تر اوسه سیاسي نظام سم نه دی جوړ شوی، قومي او مذهبي شخړې جدي دي او د کورنۍ جګړې خطر شته.

له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه د تېرې میلادي میاشتې په ۳۱مه نېټه دوه اوونۍ مخکې له دې چې طالبان کابل ونیسي، ووتل.