د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې هېواد صدراعظم عمران خان د ایران له ولسمشر ابراهیم ریسي سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
دې وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې په څنګ سره وکتل او د افغانستان او دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.
د بیان له مخې عمران خان ټینګار وکړ چې په یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان یې د هېواد حیاتي ګټې نغښتې دي.
عمران خان او ابراهیم ریسي د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې چې ډېر بحثونه به یې پر افغانستان متمرکز وي، دوه ګډونوال دي.
له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي او نوی حکومت یې اعلان کړی، د پاکستان په ګډون هېڅ یوه هېواد یې حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.
پاکستان ویلي چې په دې اړه پرېکړه به له نړیوالې ټولنې سره له مشورې وروسته کوي.
پاکستان یوه له درې هېوادونو څخه و چې د طالبانو پخوانۍ واکمنۍ یې په رسمیت پېژندلې وه.