ملګري ملتونه: افغانستان د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا لري

فلیپو ګراندي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وایي، په افغانستان کې د یوه لوی بشري بحران د مخنیوي لپاره دا هېواد د نړیوالې ټولنې سمدستي او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي ګراندي افغانستان ته د درې ورځني سفر په پای کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې په دې هېواد کې بشري وضعیت ډېر خراب دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه راز ویلي چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د دړې وړې کېدو په صورت کې به بې ثباتي زیاته او ډېر خلک به په هېواد کې دننه بې ځایه کېدو یا له هېواده بهر کډوالۍ ته مخه کړي.

په افغانستان کې د بې ځایه شوېو شمېر له درې میلیونه او پنځه سوه زره کسانو اوړي، هغه هېواد چې وچکالۍ او د کرونا وبا ډېر ځپلی دی.