د افغانستان بانک وايي چې د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې دغه بانک ته سپارل شوي.
د دغه بانک له لوري په يوې خپره شوې اعلاميه کې د دغو پيسو اندازه څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر ښودل شوې ده.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ویل شوي دي چې دغه پیسې د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمېر نورو چارواکو له هستوګنځايونو څخه ترلاسه شوي او د طالبانو د مسئولينو له خوا دغه بانک ته تحويل کړل شوې.
د افغانستان بانک د دغو ورسپارل شوېو پیسو مجموعي مقدار ۱۲ میلیونه ۳۶۸ زره او ۲۴۶ امریکايي ډالر او یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم په کې شاملې دي، خو له دې وړاندې طالبانو د ښاغلي صالح له کوره د پیسو او سرو زرو ترلاسه کول رد کړي وو.
د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکوريدو وروسته د افغانستان بانک ټوله شتمنۍ په بهر کې کنګل ده.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکيچ له رامنځ ته کيدو څخه اندېښنه ښودلې ده.