د کرنې وزارت له بهرنیو موسسو غوښتي چې ژر تر ژره خپل فعالیت پیل کړې

د بهرنیو موسسو له استازو سره د کرنې وزارت ناسته

د افغانستان د کرنې, اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکو د بهرنيو مؤسسو له استازو سره په ناسته کې ټېنکار کړی چې ژر تر ژره دې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.

دغه وزارت نن پنجشنبې (د وږي په ۲۵مه) په یو بیان کې وویل چې د کرنې کمېسیون غړو او بهرنیو مؤسسو استازو ترمنځ یوه ناسته شوې او چارې به نورمال حالت ته وګرځي.

په دې غونډه کې د ياد وزارت د پراختيايي پروژو او د ملګروم لتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO استازو ګډون درلود، ډاډ ورکړ چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې به خپلې چارې د تېر په څېر پيل او لا نور هم پاملرنه ورته زياتوي او په يادو برخو کې به د کرنې وزارت سره پوره او هر اړخيزې مرستې کوي.

د یادونې وړ ده چې د ياد وزارت ډېری پراختيايي پروژې د نړيوال بانک او اسيايي پراختيايي بانک له خوا تمويليږي چې د کرنې وزارت سره په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د اصلاح شوېو تخمونو، درملو د وچو او لمدو مېوو د پروسس ماشینونو، اصلاح شوېو نیالګیو او بزګرانو ته د دوا شېندلو ماشینونو او ټراکټورونو وېش او نورو برخو کې فعالیت لري.

دغو ادارو د طالبانو له واکمنۍ سره خپل فعالیتونه درولي و، خو اوس د بېرته پیل ډاډ ورکړی.