د صنعت کارانو شورا: د فابریکو د برېښنا ستونزه هواره شوه

په ننګرهار کې فابریکه

د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري ټولنې رئیس شېرباز کمین زاده وایي، د فابریکو د برېښنا ستونزه هواره شوې ده.

نوموړي نن چهارشنبه (د وږي په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له واکمنۍ سره دوی خپلې ستونزې د اقتصاد عالي شورا له رهبرۍ سره شرېکه کړې وه.

کمین زیاتوي: "د برېښنا ستونزې په اړه باید ووایم، اوس د کابل او نږدې ټولو ولایتونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره شوې ده، اوس برېښنا څوک نه پرې کوي، برېښنا دوامداره وي او هیله مند یو چې دا مسایل هره ورځ بهتره شي."

تر دې وړاندې د صنعت کارانو کارونه د برېښنا د کمښت له امله تر ډېره دریدلي وو.

د صنعت کارانو ټولنې خبرداری ورکړی و، که د دوی د فابریکو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره نه شي، کېدای شي ډېرې فابريکې سقوط شي، خو اوس دوی خوښ دي چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شوې ده.