ترکیه وايي، دغه هېواد له افغانستانه د پناه غوښتونکو د بلې احتمالي څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره نور ظرفیت نه لري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه د جرمني له ولسمشر فرانګ والټر شټاینمایر سره په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع یاده کړه.
د ترکیې د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې، په دې ټیلیفوني تماس کې اردوغان ویلي، جرمني او د اروپايي ټولنې نور هېوادونه باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي چې دوی هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزې بار ته اوږه ورکړي.
ترکیه چې له وړاندې یې د خپل ګاونډي هېواد سوریې ۳ میلیونو او ۷ لکو کډوالو ته پناه ورکړې، له افغانستانه د طالبانو له ډاره د پناه غوښتونکو د بلې څپې به اړه اندېښنه ښوولې ده.