په لسګونو افغان مېرمنو او نجونو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو پر خلاف لاریون وکړ.
دوی اعتراض درلود چې د طالبانو له راتګ سره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.
دوی چې د افغانستان بیرغ له ځان سره لېږداوه، د پاکستان پر ضد هم شعارونه ورکول.
یوې برخوالې ذکیې رحماني پرون د ازادي راډیو له تاجکۍ څانګې سره په خبرو کې وویل: "دا یوازې طالب نه دی. پاکستان افغانستان اشغال کړی دی. دوی له خپلو جنګي مهماتو سره افغانستان ته ننوتل."
په دوشنبه کې د پخواني دولت سفیر، محمد ظاهر اغبر هم له اعتراض کوونکو سره وکتل او ویې ویل چې د دوی ملاتړ کوي.
طالبانو په مشخص ډول د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو پخوا یې ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د مدني حقونو تضمین کوي.