پراګ: الکساندر فرانچیتي دې تر بل امر پورې په توقیف کې وساتل شي

الکساندر فرانچیتي 

د پراګ ښاري محکمې د روسیې وګړي الکساندر فرانچیتي ته تر بل امر پورې په توقیف کې د ساتل کېدو امر وکړ.

دغه کس اوکراین د ګرفتارۍ د یوه نړیوال حکم له مخې د کییف لپاره هم مطلوب دی.

تر هغو چې کییف ته یې د احتمالي سپارل کېدو په اړه پرېکړه کېږي فرانچیتي به په توقیف کې دی.

پرون د محکمې تر حکم وروسته د روسیې دغه وګړی چې تېره یکشنبه د پراګ په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی و، د پراګ د پانکراڅ توقیف­ځای ته ولېږدول شو.

الکساندر فرانچیتي د روسیې له خاورې سره د اوکراین د کریمیا سیمې په الحاق کې د دخالت د ادعاوو له کبله اوکراین ته مطلوب دی.

د هغه مدافع وکیل یان شوارتځ د محکمې د پروني حکم په وړاندې سم د لاسه د استېناف غوښتنه وکړه.