کندهار کې زرګونه کسانو د طالبانو د یوې تازه پرېکړې په وړاندې لاریون وکړ

کندهار کې ننني لاریونونه

د راپورونو له مخې نن په کندهار کې په زرګونه هغو کسانو په یوه لاریون کې د طالبانو د هغې پرېکړې په وړاندې اعتراض وکړ چې دوی ته‌یې له خپلې سیمې د وتلو امر کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه لاریونوال د کندهار د والي د دفتر مخې ته راټول شوي وو.

د راپور له مخې د سیمه‌ییزو رسنیو په تصویرونو کې لیدل کېږي چې دوی په ښار کې لارې بندې کړې دي.

د روېټرز په وینا په هغه سیمه کې چې طالبانو یې اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی، د پخوانیو متقاعدو جنرالانو او د افغان امنیتي ځواکونو د نورو غړو کورنۍ اوسېږي.

د راپور له مخې په دې سیمه کې داسې کورنۍ هم شته چې ۳۰ کاله‌یې د اوسېدو وځي. یوه چارواکي د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز ته ویلي چې دغو کورنیو ته ویل شوي چې په درې ورځو کې له سیمې ووځي.

د ملت غږ په نوم راډیو یوه خبریال بسم‌الله وطن دوست ویلي چې د دغه لاریون په اړه د یوه راپور د برابرولو په مهال د طالبانو له‌خوا وهل شوی.

تر دې مخکې هم له خبریالانو سره د طالبانو د تشدد د څو مواردو راپورونه ورکړل شوي و.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغه لاریون په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.