د ایټالیا روما ټیم وايي روان کال‌يې ۳۳۲ زره افغانانو ته مرستې راټولې کړي

ارشیف، د روما ټیم ځیني غړي

د ایټالیا د اې اس (AS) روما ټیم ویلي چې روان کال‌یې په افغانستان کې د شااوخوا ۳۳۲ زره کسانو لپاره د اړتیا وړ مرستې راټولې کړې دي.

د فوټبال دغه ټیم په افغانستان کې د شااوخوا درې ملیون او ۶۰۰ زره بې‌ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره د بسپنې راټولولو یوه صفحه پرانیستې.

دې ټیم همدا شان ویلي چې هغه عواید به هم چې د دې ټیم د غړو د یو شمېر کميسونو د پلورلو له درکه‌یې ترلاسه کوي، په افغانستان کې اړو کسانو ته ورکړي.

د همدې لپاره دې ټیم د یکشنبې د ورځې په لوبه کې چې د ساسوئولو له ټیم سره‌یې لرله، خپل کمیسونه داوطلبي ته ایښي و. په دغو کمیسونو لیدل کېږي چې د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره د یو اېن اېچ سي ار لوګو کښل شوې.