د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د ۱۰۰ هېوادونو مشران ګډون کوي

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن په ګډون به د څه باندې سلو هېوادونو مشران راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې حضورې ګډون وکړي.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د اردن پاچا، د برازیل او ونزویلا ولسمشران، د فلسطیني ادارې مشر او د جاپان، هند، بریتانیا او اسراییل صدراعظمان به ویناوې وکړي.

د راپور له مخې د افغانستان، شمالي کوریا او میانمار استازي به د سېپټمبرپه ۲۷مه دې اسامبلۍ ته ویناوې وکړي، خو دا لا نه دي ویل شوي چې په دې عمومي اسامبلۍ کې به د افغانستان استازیتوب څوک کوي؟

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، تراوسه یې حکومت هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پیژندلی.