تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه له سختو پوښتنو او انتقادونو سره مخامخ شي.
بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې پنځه ساعته تېر کړل او له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه.
هغه همداشان زیاته کړه: "طالبانو ژمنه کړې چې پرې به نږدي چې د القاعده یا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستانه د بهرنیو عملیاتو لپاره د یوه مرکز په توګه کار واخلي او متحده ایالات یا زموږ متحدان وګواښي."
خو د دې کمېټې جمهوریپالو غړیو په کلکه د دغو ځواکونو د ایستلو پر بهیر سخت انتقاد وکړ او هغه یې یوه فاجعه او رسوایي وبلله.
دوو غړیو د بلېنکن د استعفا غوښتنه وکړه.
د امریکا متحدو ایالاتونو ویلي چې د دې هېواد ټول ځواکونو د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه له افغانستانه وایستل شول.