قطر له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي

افغان مېرمنې

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني چې پرون یې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان ایو لودریان سره په دوحه کې یوه کنفرانس ته څرګندونې کولې وویل، لا ډېر وختي دی چې دوحه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر چې د یکشنبې په ورځ یې کابل ته هم سفر کړی و، په پروني کنفرانس کې وویل، له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو په ګډون د افغانانو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي وي.

محمد بین عبدالرحمن الثاني ویلي، ده طالبانو ته د قطر په ګډون د ګڼو اسلامي هېوادونو مثال ورکړ چې ښځې په کې د اسلام په چوکاټ کې خپل حقونه لري.

طالبانو تېره سې شنبه خپله ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې برخه نه لري او د ښځو چارو وزارت برخلیک نامعلوم دی.