تاجکستان د هغو ۲۰۰ افغانانو له ډلې چې تېره شپه له ګډ سرحده دې هېواد ته اوښتي وو، نیمايي برخه چې ډېری ښځې او ماشومان وو، منلي دي.
د تاجکستان د جنوبي ولسوالۍ همداني (Hamdoni) په سیمهیزه اداره کې څو سرچینو نن ازادي راډیو ته وویل، دا افغانان په صیاد سیمه کې له پنج سیند څخه دې هېواد ته اوښتي وو، خو دا نهدي ویل شوي چې دا کسان څه وخت د تاجکستان قلمرو ته ننوتي دي.
د سرچینو په وینا له دې ډلې شااوخوا ۱۰۰ کسان د پلازمېنې دوشنبې په لمنو کې یوې سیمې ته بیول شوي او پاتې ۱۰۰ بېرته افغانستان ته اړول شوي دي.
دا معلومات د خپلواکو سرچینو لهخوا نهدي تأیید شوي.
د افغانستان په شمال کې نږدې یوه میاشت کې د جګړو له تودېدو وروسته یو شمېر افغان پوځیان او عام خلک تاجکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو ته کډه شول.